Jump to content

د شمالي کوریا اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شمالي کوریا پلان شوی مرکزي اقتصاد لري چې له جوچه فلسفې پیروي کوي او د بازار تخصیص ته د اړوندو طرحو رول پکې محدود شوی، خو اوس دغه رول مخ پر زیاتوالي دی. له دې سره هم شمالي کوریا تر نن ورځې پورې په پلان شوي متمرکز اقتصاد باندې خپلې پابندۍ ته دوام ورکړی. سربېره پر دې د یو لړ اقتصادي آزادیو له امله په ۲۰۱۶ زکال کې د دغه هېواد د ناخالصو داخلي تولیداتو کچه ۲۸.۵۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسېده؛ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې کیم جونګ اون په ۲۰۱۲ زکال کې واک ته ورسېد، ورته مهال د یو لړ ځانګړو قوانینو او مصوباتو اړوند د مخالفتونو راپورونه هم شته دي. له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې په دغه هېواد کې د غیررسمي بازار چارو زیاتوالی لرلی او دولت هم هغه زغملي دي. دغه بازارونه جانګ ماډانګ بلل کېږي چې د ۱۹۹۰مې لسیزې له اقتصادي پاشلتیا څخه وروسته رامنځته شول؛ او له امله یې دولت نه شو کولای خپلو وګړو ته خواړه ووېشي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

له ۱۸۸۹ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې د شوري اتحاد پاشل کېدو، چې په ځانګړې توګه د شمالي کوریا یو له اصلي ملاتړ کوونکو څخه و، د دغه هېواد پر اقتصاد فشار راووړ څو له سویلي کوریا سره د اقتصادي راکړې ورکړې په ګډون خپلې بهرنۍ اقتصادي اړیکې بیاځلي تنظیم کړي. اوس مهال چین د شمالي کوریا تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی. د دغه هېواد جوچه فلسفه د نړیوالو بندیزونو په چاپېریال کې دننه د دغه هېواد د ځان بساینې لامل ګرځېدلې. په داسې حال کې چې لا هم د دغه هېواد اقتصاد د دولتي صنایعو او ټولیزو کروندو تر کنټرول لاندې دی، خو ورته مهال بهرنۍ پانګونو او د شرکتونو خپلواکۍ هم په کې زیاتوالی موندلی دی. [۱۱]

شمالي کوریا د کوریا له جګړې وروسته د ۱۹۷۰مې لسیزې تر نیمايي پورې له خپلې سوېلي ګاونډۍ کوریا سره په یوه کچه سړی سر ناخالص تولیدات لرل، خو د ۱۹۹۰مې لسیزې په ورستیو او د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې په سړي سر حساب د دغو تولیداتو کچه له ۲۰۰۰ ډالرو څخه لږ شوه. په ۲۰۱۸ زکال کې سویلي کوریا ته اړوند د کوریا بانک د دغه هېواد د ناخالصو تولیداتو وده -۴.۱٪ اټکل کړه. په ۲۰۲۱ زکال کې د سویلي کوریا د اتحاد وزارت د لومړي ځل لپاره دا پخلی هم وکړ چې د شمالي کوریا خصوصي سکتور له دولتي څخه مخکې شوی دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

بهرنۍ سوداګري

[سمول]

د شمالي کوریا د سوداګریزو شریکانو اړوند شمېرې د ملګرو ملتونو او د پیسو د نړیوال صندوق په څېر د نړیوالو بنسټونو او همدارنګه سویلي کوریا ته اړوند د یووالي د وزارت له خوا راغونډېږي.

همدارنګه اټکل شوی چې د ۱۹۸۸ زکال او ۱۹۹۰ کال ترمنځ له شوروي اتحاد څخه د دغه هېواد د وسلو وارداتو د ټولې شمالي کوریا د وارداتو ۳۰٪ برخه جوړوله او همدارنګه دغه هېواد له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د وسلو له صادراتو څخه نږدې ۴ میلیارده ډالر ترلاسه کړي چې دغه مهال د شمالي کوریا د ټولو صادراتو ۳۰ سلنه برخه کېده. په ۱۹۹۶ کې د شمالي کوریا د وسلو د صادراتو اسمي ارزښت ۵۰ میلیون ډالر اټکل شوی و.

اوس مهال نړیوالو بندیزونو تر یوه بریده د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ مخه نیولې؛ دغه بندیزونه د شمالي کوریا له خوا د ټولیزې وژنې د وسلو پراختیا ته اړوند دي. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۱ زکال په اپرېل میاشت کې هغه اجرایوي فرمان تائید کړ چې له مخې یې «متحده ایالاتو ته له شمالي کوریا څخه د هر ډولو توکو، خدماتو او یا ټکنالوژۍ مستقیم او غیرمستقیم واردات منع شول». په دغه هېواد باندې په نورو عملیاتي بندیزونو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۶۹۵، ۱۷۱۸، ۱۸۷۴، ۱۹۲۸، ۲۰۸۷ او ۲۰۹۴مو ګڼو پرېکړه لیکونو بندیزونه شامل دي. په ۲۰۱۸ زکال کې راپورونو وښووله چې سوداګریزو بندیزونو (د صادراتو نږدې بشپړ ممنوعیت او له هېواده بهر د هغو د حسابونو کنګل کولو) په جدي توګه د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د شمالي او سویلي کوریا اقتصادي اړیکې

[سمول]

د شمالي او سویلي کوریا اقتصادي اړیکو په نږدې دېرشو تېرو کلونو کې پام وړ لوړې او ژورې لرلې دي. د شمال او سویل ترمنځ اړیکې د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو او د ۲۰۰۰مې لسیزې په ډېره برخه کې د سویلي کوریا د ولسمشر کیم ډای - جونګ د سن شاین پالیسۍ (د ځلانده لمر پالیسي) له امله تودې وې. د سویلي کوریا د دولت په هڅونې سره ګڼ شمېر شرکتونو هوکړه وکړه په شمالي کوریا کې پانګونه وکړي څو له دې اړخه ورته اوښتي زیانونه بېرته رفع کړي، په دې شرط که په شمال کې یې پانګونې ګټه وکړي.

په ۱۹۸۸ زکال کې له شمالي کوریا سره د سوداګرۍ د کولو اړوند د سویلي کوریا د دولت له پرېکړې وروسته د سویلي کوریا شرکتونو د شمالي کوریا د توکو واردولو ته مخه کړه. مستقیمه سوداګري بیا د ۱۹۹۰ زکال په منۍ کې د دواړو کوریا ګانو د لومړیو وزیرانو له ناستې وروسته د ۱۹۹۰ زکال په سپټمبر میاشت کې پیل شوه. په دې سره د دوی د سوداګرۍ کچه د ۱۹۸۹ زکال له ۱۸.۸ میلیون ډالرو څخه په ۱۹۸۹ زکال کې ۳۳۳.۴ میلیون ډالرو ته زیاته شوه، ورته مهال د دغو توکو د تړلو ډېرۍ چارې هم په شمال کې کېدلې.

له سویلي کوریا سره سوداګري په ۲۰۰۸ زکال کې د سوېلي کوریا د ولسمشر په توګه د لي میونګ بانک له ټاکل کېدو وروسته کمه شوه؛ ده د اټومي مسایلو اړوند په شمالي کوریا باندې د فشار راوړو په موخه د سوداګرۍ د کمولو له ټاکنې څخه کار واخیست. د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۳ زکلونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه له ۱.۸ میلیارد ډالرو څخه ۱.۱ میلیارد ډالرو ته راکمه او پاتې سوداګري هم د کیسونګ صنعتي پارک له لارې ترسره کېدله. ورته مهال دغه پارک د سیاسي ترینګیتاوو د شتون له امله په مکرر ډول د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.[۲۵][۲۶]

چین

[سمول]

د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته، چین د شمالي کوریا اصلي سوداګریز شریک و. دغه دوه اړخیزه سوداګري له ۲۰۰۷ زکال وروسته په پام وړ کچه زیاته شوه. په ۲۰۰۷ زکال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱.۹۷ میلیارد ډالرو (د سویلي کوریا ۱.۷ ټریلیون وونه) په ارزښت سوداګري کېده. دغه کچه په ۲۰۱۱ زکال کې ۵.۶ میلیارد ډارو ته زیاته شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ۵۷٪ برخه د شمالي کوریا له خوا وارداتو او ۴۲٪ ېې صادراتو جوړوله. [۲۷]

۲۰۱۳ زکال ته اړوندې چینايي شمېرې شيي چې په ۲۰۱۳ زکال کې چین ته د شمالي کوریا د صادراتو کچه ۳ میلیارد ډالر او واردات یې هم ۳.۶ میلیارد ډالر و. په ۲۰۱۵ زکال کې چین ته د دغه هېواد د صادراتو کچه ۲.۳ میلیارد ډالر ښوول شوې وه. [۲۸][۲۹]

ګډې پانګونې

[سمول]

د سویلي کوریا یو شمېر شرکتونو د انیمېشن او کمپیوټري پروګرامونو په څېر برخو کې د شمالي کوریا له اړخ سره ګډې پانګونې کړي دي او ورته مهال چینايي سوداګر د چین او شمالي کوریا په پوله کې ګټمنه سوداګري مخته وړي. د ۲۰۰۷ زکال پر مهال په شمالي کوریا کې د ۲۵۰ چینايي شرکتونو اړوند یوې سروې ښوولې چې ګڼ شمېر دغو شرکتونو بډې ورکړې دي. په سئول کې د ABB په نامه د برېښنا د تولیدي سویډني – سویسي شرکت مشر رابرټ سوټر څرګنده کړې چې اوس مهال دغه شرکت په شمالي کوریا کې خپل ځایګی له لاسه ورکوي، «دا هماغه ډول ده چې څو کلونه وړاندې په چین کې داسې وشول. تاسو باید دلته وی او باید باور رامنځته کړئ». له دې سره د سویلي کوریا یو شمېر شرکتونه د کائسونګ د صنعتي سیمې په پرمختللې صنعتي برخه کې فعال دي او ورته مهال چینايي شرکتونه هم د سوداګرۍ او تولید په بېلابېلو فعالیتونو کې ونډه لري. اروپايي شرکتونو هم د ۲۰۰۵ زکال پر مهال په پیونګ یانګ کې د اروپا سوداګریزه ټولنه تاسیس کړه چې په عملي بڼه یې د سوداګرۍ د خونې رول درلود او د اروپايي ګډو پانګونو او نورو سوداګریزو چارو استازولي یې کوله. [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

[سمول]
  1. (په April 6, 2017 باندې). Consumerism in North Korea: The Kwangbok Area Shopping Center. 38 North. U.S.–Korea Institute, Johns Hopkins University School of Advanced International Studies
  2. (په December 16, 2021 باندې). North Korea's private sector overtakes state for first time under Kim Jong-un.
  3. Ruediger Frank (October 2, 2012). "An Atmosphere of Departure and Two Speeds, Korean Style: Where is North Korea Heading?". 38 North. School of Advanced International Studies. Archived from the original on October 24, 2012. Retrieved October 25, 2012.
  4. Jeff Baron (March 11, 2013). "Book Review: A CAPITALIST IN NORTH KOREA". 38 North. School of Advanced International Studies. Archived from the original on March 13, 2013. Retrieved March 11, 2013.
  5. Andrei Lankov (په April 29, 2014 باندې). Capitalism in North Korea: Meet Mr X, one of the new business elite.
  6. Andrei Lankov (په March 27, 2014 باندې). N Korea and the myth of starvation. Al Jazeera
  7. (په September 7, 2017 باندې). What if Sanctions Brought North Korea to the Brink? "Well, in 1941...". 38 North. U.S.-Korea Institute, Johns Hopkins University School of Advanced International Studies
  8. Andrew Jabobs (په October 14, 2012 باندې). North Koreans See Few Gains Below Top Tier.
  9. Yeo, Andrew (2021). "State, Society and Markets in North Korea". Cambridge University Press (په انګليسي). doi:10.1017/9781108888592. ISBN 9781108888592. Archived from the original on September 26, 2021. Retrieved September 26, 2021.
  10. "A Changing North Korea". Archived from the original on November 11, 2022. Retrieved November 11, 2022.
  11. کينډۍ:Country study Washington: Federal Research Division of the Library of Congress. ISBN 0-8444-0794-1.
  12. Perry, Mark J. (December 21, 2011) Institutions Matter: Real Per Capita GDP in North and South Korea Archived July 26, 2013, at the Wayback Machine. Intellectual Takeout, Retrieved May 9, 2013
  13. Maddison, Angus "The World Economy A Millennial Perspective", OECD Development Studies Centre, ISBN 92-64-02261-9, (Published 2004), Table A3-c, also available on the Internet at "Archived copy" (PDF). Archived from the original (PDF) on May 30, 2012. Retrieved May 9, 2013.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) Retrieved May 8, 2013
  14. (په December 16, 2021 باندې). North Korea's private sector overtakes state for first time under Kim Jong-un.
  15. "Private sector overtakes state as North Korea's top economic actor under Kim – S.Korea". WTVB | 1590 AM · 95.5 FM | The Voice of Branch County (په انګليسي). Archived from the original on December 16, 2021. Retrieved December 17, 2021.
  16. Shin, Hyonhee (December 16, 2021). "Private sector grows in North Korea". Manning River Times (په انګليسي). Archived from the original on December 17, 2021. Retrieved December 17, 2021.
  17. (په July 26, 2019 باندې). Gross Domestic Product Estimates* for North Korea in 2018. Bank of Korea.
  18. Aidan Foster-Carter (په February 20, 2014 باندې). South Korea has lost the North to China.
  19. Ruediger Frank (په October 22, 2015 باندې). North Korea's Foreign Trade. 38 North. U.S.–Korea Institute, Johns Hopkins University School of Advanced International Studies
  20. (په February 23, 2018 باندې). From paper to fuel, North Koreans endure widespread shortages as sanctions take their toll. The Daily Telegraph.
  21. "The U.S.–Korea Trade Deal's Time Has Finally Come". The Heritage Foundation. October 5, 2011. Archived from the original on October 9, 2011. Retrieved October 9, 2011.
  22. "Resolution 2087 (2013)". United Nations Security Council. January 22, 2013. Archived from the original on October 26, 2013. Retrieved January 7, 2014.
  23. "Resolution 2094 (2013)". United Nations Security Council. Archived from the original on December 26, 2013. Retrieved January 7, 2014.
  24. (په December 2, 2021 باندې). North Korean capitalism's failure in the Third World. NK News
  25. "Commercial unites stars from both sides of Korea". Korea is one. June 3, 2006.
  26. Aidan Foster-Carter (په February 20, 2014 باندې). South Korea has lost the North to China.
  27. (په December 28, 2012 باندې). N. Korea's China trade nearly triples in 4 years. China Post.
  28. (په February 23, 2018 باندې). From paper to fuel, North Koreans endure widespread shortages as sanctions take their toll. The Daily Telegraph.
  29. Aidan Foster-Carter (په February 20, 2014 باندې). South Korea has lost the North to China.
  30. "Invading North Korea". Forbes. October 24, 2011. Archived from the original on October 9, 2011. Retrieved October 9, 2011.
  31. "Pyongyang Business Group celebrates 1st anniversary". The Korea Herald. April 28, 2006.
  32. (په January 20, 2010 باندې). {{{title}}}. Yonhap News Agency.